ترکیي پولیسو خبر ورکړی چې د دغه هیواد په اغزي ښار کې یې د پلټنو پرمهال ۳۰ افغان کډوال او څلور انساني قاچاقبران نیولي دي.
د پولیسو د مالوماتو له مخې یاد کسان یې د اغزې ښار په یوه څنډه کې د یوه بار وړونکي موټر د تلاشۍ پرمهال نیولی.
دغه راز د یو بل خبر له مخې پوليسو د اغزي ښار کې په يو کور هم چاپه وهلې او په کې يې ۲۹ افغان او يو پاکستانی کډوال چې غیر قانوني اوسېدل نيولي او نیول شوي کسان د بهرنیو وګړو ایستلو مرکزونو ته انتقال شوي دي.
ترکیې روان کال ګڼ هغه افغان کډوال چې غوښتل يې په غیر قانوني لارو د ترکیې له لارې اروپا ته ځانونه ورسوي نيولي او بېرته يې افغانستان ته لېږلي دي.
د ترکیې پولیسو دا مهال په ترکیه کې شاوخوا ۳۲۰زره افغان پناه غوښتونکي مېشت دي، چې ډېری یې د ویزې، د پناه غوښتونکو د ځانګړو کارتونو یا اقامت ترلاسه کولو په پروسه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.