د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه
د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ په درېمه سیالۍ کې افغان لوبډلې د ۱۳ منډو په توپیر د پاکستان پر وړاندې ماتې وخوړه.
دغه لوبه تېره ورځ(چهارشنبه،د لړم۳۰مه)د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې پیل شوې وه، چې پاکستان د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه او په ۴۹.۴ اورونو کې یې د تولو لوبغاړو په سوځیدو سره افغان لوبډلې ته د ۲۴۵ منډو هدف یې وټاکه.
د لوبې په دوهمه پاڼې افغان لوبډلې د هدف پوره کولو په موخه توپوهنه پیل کړه چې، په ۴۷ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او ۲۳۱ منډې یې وکړې او لوبه یې د ۱۳ منډو په توپير پاکستان ته وبایلله.
په افغان توپوهونکو کې عزیرالله ۷۰، نصیرخان او فیصل خان بیا ۴۷ـ۴۷ منډې وکړې.
د پاکستان لپاره علي رضا او فهیم‌‌‌الحق مخکښ توپ اچونکي وو چې په ترتیب سره یې څلور او درې لوبغاړي وسوځول.
د یادولو وړ ده چې د دې لوبلړۍ په لومړنیو دوه سیالیو کې افغان لوبډلې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير او دغه راز عربي متحده اماراتو ته د ۱۶۹ منډو په توپير ماتې ورکړې وې.
تاکل شوې چې افغان ۱۹ کلنو لوبډله به خپله وروستۍ لوبه د راتلوونکې اوونۍ یک شنبې په ورځ ترسره کړي او تر هغې وروسته به د لوبلړۍ دوه مخکښې لوبډلې پایلوبه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران د روان کال تر پایه دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال باسي

د کډواولو په چارو کې ...