د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه پنځوس اووره یا یو ورځنۍ لوبه نن (شنبې، د لړم ۱۹مه) د متحد عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي ترسره کېږي.
ټاکل شوې دغه لوبه نن د کابل پر وخت ماسپښین دوه بجې پیل شي.
افغانستان په تېره لوبه کې بنګله دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
که چېرته افغان لوبډله وتوانېږي چې په نننۍ لوبه کې هم د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړي نو د دې لوبلړۍ اتله به شي او که بنګله دېش دا لوبه وګټله نو په درېیمه لوبه کې به چې د دوشنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې کېږي، ګټونکی معلوم شي.
بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د بنګله دېش پر وړاندې یې د تېرې لوبې په څېر پوره چمتوالی نیولی دی.