د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې په دغه هېواد کې په دوو افغانانو د اعدام حکم شوی دی.
یاد سازمان پرون (سه شنبې، د لړم په لومړۍ نېټه)د یو راپور په خپرولو سره ویلي، دغه افغانان چې شاهین دهقاني او عبدالقادر نومېدل د یو کس د قتل په تور د ایران د قم مرکزي زندان ته د اعدام حکم د اجرا لپاره لېږدول شوي دي.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې دغه راز د یو بل افغان په ګډون څلور نور کسان د اعدام لپاره د کرج اړوند«قزل حصاري» زندان ته لېږدول شوي دي.
د یادولو ده چې ایران له دې وړاندې هم لسګونه افغانان چې زیاتره یې د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو اعدام کړي دي.
د بشر حقونو نړیوال سازمان له ایراني حکومت په ټینګار سره غوښتي چې په دغه هېواد کې دې د اعدامونو لړۍ ودروي، خو ایران له دې هر څه سره سره د اعدام لړۍ ګړندۍ ساتلې ده.