Home » افغانستان » د بنګله‌دېش پر وړاندې دریو یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

د بنګله‌دېش پر وړاندې دریو یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د بنګله ‌دېش ‏پر وړاندې د دریو یو ورځنیو سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

کرکټ بورډ لخوا(سه شنبې، د لړم لومړۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د بنګه دېش پر وړاندې به یادې سیالۍ د راتلونکې نومبر په ۶مه د اماراتو په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي ‏کې پیل او د همدې میاشتې پر ۱۱مه به پای ته ورسېږي.‏

خبرپاڼې زیاته کړې چې ابراهیم ځدران او مجیب‌الرحمن د خپلو ټپونو له امله لا هم د لوبې جوګه نه‌‌دي، نو ځکه په دې لوبلړۍ کې برخه نه لري.

په ورته مهال کین‌لاسي پیلیز توپوهوونکي صدیق‌الله اتل او ځوان ورو کین‌لاسي توپ ‌اچوونکي نوراحمد لکڼوال ته هم په دې سیالیو کې ځای ‏ورکړل شوی دی.‏

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د نوملړ پر بنسټ، حشمت‌الله شاهدي د لوبډلمشر او رحمت‌شاه زرمتی د مرستیال ‏لوبډلمشر په توګه د لوبډلې برخه دي، دغه رحمن‌الله ګربز او اکرام علي‌خېل وېکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیق‌الله اتل، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، محمد‌نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضل‌الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک په دې نوملړ کې شامل دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...