د ازموینو ملي اداره وایي چې د د۱۴۰۳ کال د کانکور وروستۍ ازموینه پرون (جمعه د چنګاښ ۲۲مه) په پلازمېنه کې اخیستل شوې ده.
د ازموینو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د متفرقه دواطلبانو، د ولایتونو غیرحاضران، د څوارلسم ټولګي فارغان، او د دیني مدرسو له فارغانو څخه وروستۍ ازموینه اخیستل شوې ده.
د کانکور د ازموینې د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني ویلي چې د کانکور ازموینې وروستۍ پایلې په تر راتلونکو لسو ورځو اعلان شي.
د حقاني د وینا له مخې څه باندې ۱۰۰زره دواطلبانو د سږ کال په کانکور کې ګډون وکړ چې له دې ډلې په څه باندې ۷۵زره کسان به د هېواد عالي او نیمه عالي پوهنتونونو ته جذب شي.