Home » افغانستان » المان ته څه باندې ۵۰۰ افغانان دننه شول

المان ته څه باندې ۵۰۰ افغانان دننه شول

د الماني رسنیو د راپور له مخې، د المان د منلو پرګرام له پيله تر اوسه له ګواښ سره مخ نږدې ۵۳۰ کسان یاد هېواد ته دننه شوي دي.

رسنیو د المان د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې دا پروګرام د هغه افغانانو لپاره په پام کې نیول شوی چې په خپل هېواد کې له ګواښ سره مخ دي.

دا پروګرام په رسمي توګه په ۲۰۲۲ کال کې چمتو شو او ټاکل شوې وه چې هره میاشت به له دې لارې ۱۰۰۰ کسان اېستل کېږي.

په ورته وخت کې هغه کسان چې له دې لارې المان ته لېږدول شوي، په ډېره ټېټه کچه کې دي. د المان د کورنیو چارو وزیر، نانسي فزر د دې شمېرو لامل «پراخه امنیتي ارزونې» بللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د المان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو لخوا په الماني پولیسو او اوسېدونکو د بریدونو په دوام د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي دي: “موږ سخت کار کوو، څو په ډاډ سره وکولای شو یو ځل بیا مجرمین افغانستان ته ولېږو.”

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کرېکټ ملی لوبدله

د کرېکټ ملي لوبډلې په يو ورځنيو سياليو کې اووم مقام ترلاسه کړ

افغان کرېکټ بورډ وايي، د ...