Home » افغانستان » یونسیف: له پاکستان څخه د افغان کډوالو له راستنېدو سره د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین له ستونزو سره مخ شوی

یونسیف: له پاکستان څخه د افغان کډوالو له راستنېدو سره د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین له ستونزو سره مخ شوی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې له پاکستان څخه د افغانانو په ډله‌ییزه توګه راستنېدو په دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین
کمپاین پلي کول ستونزمن کړي دي.

د یونیسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام رییس سټیفن لاوویر یک‌شنبه (د غويي ۳۰مه) د تورخم له دروازې لیدنه کړې ده.

لاوویر له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ترمنځ د پولیو د له منځه وړلو لپاره د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو کچه په کې نه ده صفر شوې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...