Home » افغانستان » د کرکټ ملي لوبډلې ستوري، محمد نبي د کابل په لوېدیځ کې روغتون پرانیسته

د کرکټ ملي لوبډلې ستوري، محمد نبي د کابل په لوېدیځ کې روغتون پرانیسته

د کرکټ د ملي لوبډلې ستوري محمد نبي وایي چې د (ادې) روغتون یوه نوې څانګه یې د کابل په لوېدیځ کې پرانیستې ده.

محمد نبي په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ د ادې بنسټ او «ادې» روغتونونو ګروپ توانېدلی چې د کابل په لوېدیځ کې نوی روغتون پرانیزي.

ادې روغتون چې د یوې نړیوالې موسسې برخه ده، پروسږ کال د محمد نبي په واسطه په افغانستان کې فعالیت پيل کړ.

دا روغتون د نسايي ولادي ناروغانو لپاره ځانګړی شوی چې د ماشوم او مور درملنه پکې د ښځینه ډاکټرانو لخوا کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونه بار بار په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو پر کمښت اندېښنې ښودلې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...