د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي، پاکستان یو ځل بیا د تورخم دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ تړلې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولینو ویلي چې دا لاره پرون دوشنبې (د وري ۲۷مه) تړل شوې او لامل يې نه دی روښانه شوی.
دې ریاست له وېزې نه لرونکو ناروغانو غوښتي چې د لارې تر خلاصېدو پورې په تمه شي.
پاکستان په کب میاشت کې هم تورخم دروازه بې پاسپورټ او ویزې ناروغانو پر مخ وتړله، خو څو ورځې وروسته یې د سرطان ناروغانو ته د ننوتو اجازه ورکړه.
د يادونې وړ ده، چې پخوا پاکستان ناروغانو ته له پاسپورټ او ويزې پرته د ننوتو اجازه ورکوله، خو د نویو مقرراتو له مخې د ناروغانو په ګډون افغان اتباع باید پاکستان ته د تګ لپاره پاسپورت او ویزې ولري.