د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ویلي، ټاکل شوې چې ناروې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د پایلو په اړه یوه غونډه جوړه کړي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا موضوع په افغانستان کې د ناروې د کمېټې رییس، تاریه مګنوس، د ا.ا د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له مرستیال زین عابدین سره په کتنه کې یاده شوې ده.
د اقلیمي بدلون پایلې، چې د ځمکې د اتموسفیر دوامداره تودوخه او د هغې پایلې د هغې تر ټولو مهمې برخې دي، په راتلونکو کلونو کې د انسانانو لپاره د ترټولو جدي ننګونو په توګه ارزول شوې دي.
افغانستان هم په دې ورستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له جدي پايلو، لکه خونړي سیلابونه او پرلپسې وچکالیو سره مخ دی او د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره لږ چمتووالی لري.
د ویلو ده چې د اقلیمي بدلون د پایلو په اړه د دې جوړېدونکې غونډې کره نېټه او څرنګوالی لا نه دي روښانه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د ځپل شویو هېوادونو په لېست کې راغلی او په قطر کې د اقلیمي بدلون د ګواښونو په اړه په وروستۍ نړیواله غونډه کې له ګډون هم بې برخې شوی و.