دې ليکنه کې به په دې ټکو وغږېږو چې څه رنګه کولی شو د ستوني درد د ککړتيا پر وخت، خپل روغتيايي حالت ښه کړو او له کوم ډول خوراکي توکو څخه ګټه واخلو.
په ستوني کې د سوی د لومړي احساس سره باید د وایرس د تکثیر مخه ونیسو، باید د بدن سره مرسته وکړو تر څو ډیر زر درمان شو، خو څه ډول.؟
د ګرمو اوبو یو مقدار مالګوبی غړغړه کړئ او تر خپلې وسې دا ګرمې اوبه په خپل ستوني کې وساتئ تر څو د اوبو ګرموالی پر وایرس اثر وکړي. که دا چاره د یوې دقیقې لپاره ترسره شي، نو په دوه یا څه ډیر ساعتونو کې د ستوني له سوي څخه خلاصیږئ او په ورځ کې درې ځلې د همدې غړغړې په دوام ورکولو سره د وایرس فاتحه په همغه لومړۍ ورځ کې اخیستل کیږي.
شات او لیمو
د دې ستونزمنې ناروغۍ څخه د خلاصون دویمه لار د شات او لیمو استعمال دی، د دې لپاره یو کاشوغه شات او د لیمو اوبه په تور سلیماني چای کې ګډ کړئ او ویې څښئ، همدا ډول له چای پرته لیمو او شات یو ځای ګډ کړئ او ویې خورئ، په دې سره به مو ستونی تر ډیرې اندازې ارام شي.
هوږه
هوږه تقریبا د هرې ناروغۍ جادويي درمل بلل کیږي، د یادې ناروغۍ مخنیوي لپاره هوږه وټکوئ او په شاتو کې یې ګډه کړئ بیا یې وخورئ، په دې سره به مو خراشک یا بلغم ختم شي او د ستوني درد او د مرغړۍ پړسوب هم کم شي.
زنجبيل
دم شوي زنجبيل په هغه صورت کې چې تبه او لرزه ولرو، بدن مو ګرمولی شي. تازه ميده شوي زنجبيل دې د يوې چای خورۍ کاشوغې په اندازه په يو ګېلاس جوش شوو اوبو کې واچول شي او مصرف دې شي.