Home » افغانستان » چین هم د پاکستان او طالبانو په ناسته کې ګډون کوي
رویداد خبري آژانس

چین هم د پاکستان او طالبانو په ناسته کې ګډون کوي

ټاکل شوې نن سې شنبه د اګیسټ ۲۵مه نېټه (سنبله ۴) چین هم په اسلام اباد کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي په رسمي ناسته کې ګډون کوي.

د بلومبرګ د راپور له مخې د طالبانو پلاوی په پاکستان کې دی او پاکستان د چین استازو ته هم په دې لیدنه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې نن سه شنبه به د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ رسمي غونډه کېږي. بلومبرګ نشریه وایي د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی لیوجیان به په دې غونډه کې ګډون کوي.

سرچینه کاږي چې ددغه طالب پلاوي مشري ملابرادر کوي او ټول شپږ کسه غړي لري. خیرالله خیر خواه، محمد نبي عمري، شهاب الدین دلاور، عبدالطیف منصور او قاري دین محمد پاکستان ته د تللي پلاوي نور غړي دي.

پاکستان وایي دوی هڅه کوي په افغانستان کې ژر تر ژره سوله تامین شي نو له همدې امله یې طالبانو ته په رسمي توګه دغه بلنه ورکړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...