سرپرست حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال هغه رپوټ رد کړی چې ګنې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش په نامه د وسله والې ډلې وړتیاوې او بریدونه ډېر شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په دې تړاو د وړاندې شوي پوټ محتوا “بې بنسټه تورونه” بللي.
هغه زیاته کړې حکومت “په داسې حال کې چې په دې ډول مسایلو کې د شفافې ښکېلتیا غوښتنه کوي، څرګندوي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان امنيتي ځواکونو د ناقانونه وسلوالو او داعش پر ضد په سلهاوو مستقل عملیات شوي چې هم پکې وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې”.
هغه زیاته کړې چې دغه ډول ادعاوې د هغوی له نظره یا د معلوماتو د کموالي له امله دي او یا هم په دې ډول “پروپاګند” سره د داعش د مورال لوړېدو او په سیمه کې د بې ثباتۍ هڅه کېږي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلادیمیر وورونکوف امنیت شورا ته خپل رپوټ کې ویلي وو چې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې وړتیاوې او بریدونه زیات شوي دي.