Home » سپورټ » افغان اتلان به نن د پاکستان پر وړاندې د روانو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه وکړي

افغان اتلان به نن د پاکستان پر وړاندې د روانو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه وکړي

ټاکل شوې ده، چې نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د پنځوس اوورنو د روانې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه وشي.

لومړۍ دوې لوبې پاکستان ګټلې دي، چې د سرېلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوې.

ننۍ لوبه د سرېلانکا په پلازمېنه کولمبو کې په پام کې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي د پاکستان پر وړاندې دا لړۍ د لوبډلې لپاره ګټوره بولي زیاتوي، چې تر دې لوبو وروسته اسیایي جام او بیا نړیوال جام مخې ته دی او دا سیالۍ به د افغانستان له ملي لوبډلې سره ډېره مرسته وکړي”

د اسیا د کرکټ جام لوبې د اګست په یو دېرشمه پيلیږي.

د دې جام کوربانه، پاکستان او سرېلانکا دي.

په دې یو ورځني جام پسې، د پنځوس اورونو نړیوال جام د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیلیږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...