د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پرونیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هیچا ته د نورو پر وړاندې د افغانستان د خاورې کارېدو ته اجازه نه ورکوي.
تېره ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز «عاصم منیر» د بلوچستان ژوب ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني ط ال بانو شتون ته اندېښمن دی.
هغه له سرپرست حکومت څخه غوښتي وو چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او هېڅ وسلهوالې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل بیا په دې اړه ویلي چې د دوی دریځ روښانه دی او هېڅ وسلهوالې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.
هغه ویلي، سرپرست حکومت تل ټینګار کړی چې خاوره به یې د هېچا پر ضد نا کارول کېږي.