د استرالیا او انګلنډ ترمنځ د اشییز په زړه پورې ټسټ سیالیو دریمه لوبه، چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې وه، پرون په څلورمه ورځ د انګلنډ په بریا پایته ورسیده.
د دې لوبلړیو دوه لومړنۍ لوبې چې په بیرمنګهام کې د جون په ۱۶ او لارډ کې د جون په ۲۸ پیل شوې وې، د لوبې په پنځمه ورځ اسټرالیا وتوانیده، څو لومړنۍ لوبه د عثمان خواجه په ښکلې توپوهنې او دویمه لوبه د سټیو سمیټ په ښکلې توپوهنو او د پټ کمونیس، نټن لیون او جوش هازلووډ په ښکلو توپ اچونو وګټي.
خو دریمه لوبه کې بیا انګریزان وتوانیدل، څو استرالیایان په ګونډو کړي.
لوبه د جولای میاشتې په ۶ نیټه په لیډز لوبغالي کې پیل شوه او د لوبې پچه انګریزانو وګټله او توپ اچوونه یې غوره کړه. دواړو لوبډلو د تېرو دوو لوبو په پرتله په خپلو لوبډلو کې بدلون راوستی وو، چې د استرالیا لوبډله کې ډیویډ وارنر، عثمان خواجه، مارنوس لوباشګنی، اسټیو سمیټ، ټراویس هیډ، مایکل مارش، الیکس کاري، مایکل اسټارک، پټ کمونیس، ټوډی مارفي او سکاټ بولند شامل وو، چې نټن لیون او کامرون ګرین یې د ټپونو له امله له ځان سره نه درلود او جوش هازلووډ ته یې ارام ورکړی وو.
بلخوا انګلنډ لوبډلې په خپله لوبډله کې هم بدلون راوستی وو، چې په کې زاک کراولي، بین ډوکیټ، هاري بروک، جیو روټ، جاني بریسټو، بین اسټوکز، معیین علي، کریس ووکیز، مارک ووډ، اسټیورټ براووډ او اولي رابینسون شامل وو. دوی هم اولي پاپ، جوش ټانګیو او جیمز انډرسون ته ارام ورکړی وو.
د استرالیا لوبډلې ټول لوبغاړي د ۲۶۳ منډو په ترسره کولو سره په لومړۍ پاڼی کې وسوځیده، چې په کې مایکل مارش تر ټولو زیاتې ۱۱۸ منډې وکړې، خو نور لوبغاړي په دې و نه توانیدل، څو پنځوسیزې وکړي.
د انګلنډ لوبډلې غوره توپ اچونه وکړه، چې چټک توپ اچونکیو یې پر له پسې د سیالې لوبډلې لوبغاړي سوځول. مارک ووډ ۵، کریس ووکیز ۳ او اسټیورټ براوډ بیا ۲ لوبغاړي وسوځول.
انګریزانو په لومړی پاڼی کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۷ منډې وکړې، چې په کې بین اسټوکس تر ټولو زیاتې ۸۰ منډې وکړي او د استرالیا لپاره بیا پټ کمونیس غوره توپ اچونه وکړه، چې د انګریزانو ۶ لوبغاړي یې وسوځول، همدارنګه مایکل اسټارک ۲، مایکل مارش ۱ او ټاډ مارفي هم ۱ ویکټه واخیستله.
د لوبې په دویمه پاڼې کې استرالیا ښه توپ وهنه ونکړه، د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې یوازې ۲۲۴ منډې وکړې او په دې پاڼۍ کې ټراویس هیډ وو، چې تر ټولو زیاتې ۷۷ منډې یې ترسره کړې. بلخوا بیا د انګلنډ توپ اچوونکیو غوره توپ اچونه وکړه او اسټیوارټ براووډ ۳، کریس ووکز ۳، مارک ووډ ۲ او معیین علي هم ۲ لوبغاړي وسوځول.
انګریزانو ۲۵۱ منډو ته اړتیا درلوده، څو دا لوبه وګټي او توانیدله، څو د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ټاکل شوی ټارګټ پوره کړي. په دویمه پاڼی کې هري بروک ۷۷ منډې وکړې او د انګلنډ بریا کې یې رغنده رول ولوباوه. همدارنګه استرالیايي توپ اچونکیو هم تر وروستي بریده هڅه وکړه، څو لوبه وګټي، چې مایکل اسټارک ۵، پټ کمونس ۱ او مایکل مارش هم ۱ ویکټه واخلي.
د لوبې غوره لوبغاړی مارک ووډ وټاکل شوو.
ټاکل شوې، چې د اشییز لوبو څلورمه لوبه د جولای په ۱۹ په منچستر ښار کې ترسره شي.
اوسمهال د اشییز لوبلړۍ کې استرالیا ۲ د ۱ پر وړاندې د انګلنډ څخه مخکې دی.