Home » سپورټ » د کرېکټ نړیوال جام کې لوبېدونکې دویمه لوبډله هم مشخصه شوه

د کرېکټ نړیوال جام کې لوبېدونکې دویمه لوبډله هم مشخصه شوه

هالنډ د سکاټلنډ په ماتولو سره د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته لاره وکړه.

دغه لوبه، چې نن د زیمبابو په بولاوایو لوبغاړي کې ترسره شوه، هالنډ وتوانید، چې د باس دي لیډز په مټ دغه لوبه وګټي. باس دي لیډز په ۹۲ توپونو ۱۲۳ منډې او همدارنګه په توپ اچونه کې یې د سیالې سکاټلنډ لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې پچه هالنډ وګټله او سکاټلنډ ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، سکاتلنډ په ۵۰ اورونو کې د ۲۷۸ منډو هدف وټاکه او دوی باید دا هدف په ۴۴ اورونو کې پوره کړی وای, چې نړیوال جام ته ولاړ شي, خو په ۴۳ اورونو کې یې پوره کړ.

نړیوال جام کې به له افغانستان سره هم مخامخ وي. دوی د غواروي په سیالیو کې بیخي فوق العاده ولوبېدل او ویست اندیز ته یې هم ماتې ورکړه.

دا له ۲۰۱۱ کال وروسته لومړنی ځل دی، چې هالنډ ۵۰ اوریزه نړیوال جام ته لار مومي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...