Home » افغانستان » د بریتانیا سفارت شارژدافيئر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدلي

د بریتانیا سفارت شارژدافيئر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدلي

په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر روبیرت ډیکسن، چې له دوحې خپلې چارې تر سره کوي، کابل ته تللی او سرپرست حکومت کې یې د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر ملا امیر خان متقي سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیان کې راغلي، چې په دې کتنه کې امیر خان متقي غوښتنه کړې،چې بریتانیا دې د افغانستان واقعیتونه په نظر کې ونیسي او د طالبانو له حکومت سره دې تعامل وکړي.

خو د بریتانیا سفارت او په خپله ښاغلي ډیکسن ددې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...