د افغانستان چټک او بریدګر توپ اچونکي نوین الحق د لومړي ځل لپاره په آی پي ایل سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره ولوبید.
نوین چې د لکهنو سوپر جاینټز لپاره لوبه کوي پرون چهارشنبه یې د راجستان رایلز پر وړاندې خپله لومړنۍ سیالي ترسره کړه.
دا لوبه چې د راجستان په کوربه توب په جیپور ښار کې ترسره کیده، د لوبې پچه راجستان وګټله او لکهنو لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې لکهنو لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۴ منډې وکړې، چې په کې کییل مایورز ۵۱، کپټان راهول ۳۹ او نیکولاس پوران ۲۹ منډې وکړې.
د توپ وهنې په برخه کې د راجستان لوبډلې لپاره اشوین ۲ لوبغاړي، بولټ، سنډیم شرما او هولډر د لکهنو لوبډلې یو یو لوبغاړي وسوځول.
راجستان لوبډلې موخې ته د رسیدو لپاره هڅه پیل کړه، خو د ۶ لوبغاړو په سوځیدو او ۲۰ اورونو په لوبولو سره و نه توانیدل، څو موخه ترلاسه کړي او لوبه یې وبایلله.
په دې لوبه کې تر ټولو مهمه خبره، پر نوین الحق د کپټان راهول ډاډ وو، چې د مخکښو لوبغاړو په شتون کې یې لومړی او بریدګر بالینګ نوین ته ورکړ، چې نوموړي په خپل لومړي آوور کې ۲ منډې، دویم آوور کې ۳ منډې ورکړې او راجستان لوبډلې ته موخه سخته کړه.
نوین الحق په خپلو څلورو اوورونو کې ۱۹ منډې ورکړې، که څه هم کوم لوبغاړی یې له لوبې بهر نه کړ، خو پر نوموړي یوازې یوه ۶ ایزه ولګیده او ۱۱ توپونو باندې یې کومه منډه ترسره نه شوه.
که چیري د نوین الحق لوبو ته وکتل شي، نوموړی ان په استرالیا کې په ۱۳۲ کیلومتره چټکتیا سره توپ اچونه کوله، خو په پرونی لوبه کې نوموړی وتوانید، څو د ۱۳۸ کیلومتره په چټکتیا سره توپ اچونه وکړي.
دا د هند غوره لیګ په سیالیو کې تر فضل حق فاروقي وروسته دویم افغان چټک توپ اچونکی دی چې لوبول کېږي.
تر دې وړاندې په سږني آی پي ایل کې نور احمد لکڼوال هم څو ورځې وړاندې د ګجرات لپاره خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړې وه، چې په دې سره نوموړی ۷م افغان لوبغاړی دی، چې په آی پي ایل کې لوبېږي.