افغانستان کې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي، د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت یي ۲۴۶۰ بندیان خوشي کړي او د نږدې ۵۰۰ نورو د بند په موده کې یي لږوالی را وستی دی.
یادې محکمې خوشې شوي بندیان د بښنې مستحق بللي او په وینا یې هغه چې د تخفیف وړ وو د بند موده یې کمه شوې.
سترې محکمې په خپره شوې خبرپاڼې کې ویلي په دې وروستیو کې د بې برخلیکه او بښنې مستحق بندیانو معلومولو لپاره بېلابېل پلاوي ګومارل شوې وو.
سترې محکمې ویلي د هر اړخیزې پلټنې وروسته یې د اختر په مناسبت ټول ټال شاوخوا ۳۰۰۰ کسان د خوشې کېدو یا تخفیف وړ بلل شوې.