د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې ویلي چې، د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ د روانې اپریل میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلوي.
کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، دا سیالۍ به د مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې په خوست ولایت کې ترسره شي.
یادې ادارې ویلي، دا چې سږ کال اسیا او نړیوال جامونه یو ورځنۍ بڼه لري، نو ځکه غواړي زرغون جام سیالۍ د ټولو ملي لوبغاړو په ګډون ترسره کړي.
دغه سیالۍ چې په لومړي ځل تېر کال ترسره شوې، په ۳ لوبډلو کې د افغانستان اکثریت ملي لوبغاړي ولوبول شول او پایلوبه یې د نجیب الله ځدراڼ په لوبډلمشرۍ هندوکش سټرایکرز لوبډلې ګټلې وه.