په هالنډ کې چارواکو دوشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) ویلي چې په یو مشهور پاکستاني په دې خاطر په محکمې کې قانوني دعوا کوي چې د دې هیواد د پارلمان یو وکیل وژلو ته یې خلک هڅولي و.
د هالنډ حکومت ویلي چې دعوا یې د پاکستان د کرکټ په پخواني لوبغاړي خالد لطیف ده او ادعا یې کړې چې ښاغلې لطیف خلک هڅولي و چې د د دې هیواد د پارلمان غړی ګیرټ وایلډرز چې د اسلام ضد نظریات لري، ووژني.
د دولتي څارنوالۍ خدماتو ویلي چې ۳۷ کلن خالد لطیف په ۲۰۱۸ کال کې په یوې ویډیو کې چې په انټرنیټ کې خپره شوې وه، ویلي و که هر چا د هالنډ د پارلمان دا غړی وواژه، ۲۳ زره امریکایي ډالر انعام به ورکوي.
د څارنوالۍ په اعلامیې کې راغلي، ” پدې ځانګړې قضیې کې مشکوک د پیژندنې وړ دی. هغه د یو هیواد مشهور شخص دی او له همدې کبله د هالنډ پولیسو په انځورونو کې وپیژانده”.
د هالنډ د پارلمان غړي غوښتل چې د اسلام د پیغبر د کارتون جوړولو سیالي جوړه کړي خو د مظاهرو او مرګ ګواښونو څخه وروسته یې دا کار ونکړي. هغه په ټویټر کې لیکلي چې مشکوک شخص چې خلک یې د ده وژلو ته هڅولي و د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی لطیف دی.