Home » افغانستان » ټاکنو خپلواک کمېسون:په غزني کې د ولسي جرګي ټاکنو ترسره کېدو طرح د تایید لپاره حکومت مو لیږلې
رویداد خبري آژانس
رویداد خبري آژانس

ټاکنو خپلواک کمېسون:په غزني کې د ولسي جرګي ټاکنو ترسره کېدو طرح د تایید لپاره حکومت مو لیږلې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، په غزني ولایت کې یې د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کېدو طرحه د تایید لپاره حکومت ته لېږلې ده.

د دغې طرحې له مخې ټاکلې په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې د راتلونکې غوايي یا ثور میاشت کې ترسره شي. تېر کال په غزني کې د ټاکنیزو حوزو د وېش پر سر او نورو لانجو له کبله هلته تاکنې ونه شوي.

خو اوس د کمیسیون د نوې طرحې پر بنسټ د دغه ولایت په دریو حوزو کې ټاکنې ترسره کیږي.د ټاکنو کمیسیون له حکومته غوښتي چې هلته امنیت ټینګ کړي او مالي سرچینې هم د ټاکنو کمیسیون په واک کې ورکړي چې دا ټاکنې ترسره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...