Home » سپورټ » لومړنی پلار او زوی چې آی پي ایل کې لوبیدلي

لومړنی پلار او زوی چې آی پي ایل کې لوبیدلي

ارجون ټنډولکر چې د هند د افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر زوی دی، یکشنبه اپریل ۱۵ (وري۲۷) یې د آي پي ایل په سیالیو کې د لومړي ځل لپاره لوبه وکړله. په دې سره سچین او ارجون لومړني پلار او زوي شول چې د هند غوره لیګ په سیالیو کې لوبه کوي.

کشر ټنډولکر ۲۱ کلن دی او د مومبای انډینز لوبډلې لپاره لوبه کوي چې پلار یې د کرکټ لوبې څخه تر تقاعد کیدو وړاندې د همدې لوبډلې کپتان و.

سره لدې چې د ارجون ټنډولکر څخه ښایي د ډیرو هیله وي چې د خپل پلار په شان د کرکټ په لوبې کې ډیرې منډې وکړې او نړیوال ریکارډونه جوړ کړي خو دواړه یې هیڅ د پرتله کیدو ندي.

سچن ټنډولکر په توپ وهنې کې نړیوال شهرت لري او په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی دی چې د ټیسټ په لوبو کې یې ډیرې منډې کړي. هغه همدارنګه د کرکټ لومړنی لوبغاړی دی چې په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې سل سلیزې جوړې کړي.

مشر ټنډولکر په ونه دومره ټیټ دی چې په د کرکټ په نړۍ کې په (Little Master) یا کوچني استاد پیژندل کیږي. هغه په پنځلس کلنۍ کې د هند ملي لوبډلې ته غوره شوی و. سچن په ښي لاس توپ وهنه کوي او ورو توپ اچوونکی دی.

خو بل خوا بیا ارجن ټنډولکر په ونه دنګ او تر خپل پلار ډیر جګ دی. کشر ټنډولکر د کیڼ لاس لوبغاړی دی. هغه د کرکټ په لوبې کې د توپ وهنې په پرتله په تیزې توپ اچونې کې نوم لري.

ارجون پخپل لومړنۍ لوبې کې په دوو اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او هیڅ لوبغاړی یې ونه سوځاوه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...