د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي کاګیسو رباډا په آی پي ایل کې غوره کارنامه وکړه او لومړی توپ اچونکی شو چې په دغه لیګ کې تر ټولو چټکې ۱۰۰ ویکټې پوره کوي.
کاګیسو رباډا وړمه ورځ د ګجرات پر وړاندې سیالۍ کې یوازې یوه ویکټ واخیسته؛ خو په ټوله کې په ۶۴ آی پي ایل سیالیو کې په دې وتوانېده چې په آی پي ایل کې سل ویکټې پوره کړي او تر ټولو مخکښ شي.
په دغه ریکارډ کې تر ده وړاندې مخکښ توپ اچونکی د سریلانکا پخوانی لوبغاړی لاسیت ملینګا دی، چې هغه په ۷۰ لوبو کې ۱۰۰ ویکټې پوره کړې خو هغه اوس په دغه ریکارډ کې دویم شو.
همدغه راز له دوی وروسته په درېیمه کې هندي لوبغاړي هرشل پټېل او بهونیشور کمار په ګډه ځای لري، چې دوی دواړو په ۸۱-۸۱ سیالیو کې ۱۰۰ ویکټې اخیستي دي او په دغه ریکارډ له رباډا او ملینګا وروسته مخکښان دي.
بله خوا افغان لوبغاړي راشد خان په ۸۳ پاڼیو کې دغه هدف پوره کړی و او د آی پي ایل څلورم لوبغاړی دی چې چټکې ۱۰۰ ویکټې اخلي؛ خو راشد خان د ورو توپ اچونکو په نوملړ کې بیا لومړی مقام لري.