Home » سپورټ » ممبۍ انډین لوبډلې بلاخره په سږني آی پي ایل کې بریا خپله کړه

ممبۍ انډین لوبډلې بلاخره په سږني آی پي ایل کې بریا خپله کړه

د هند پریمیر لیګ یا آی پي ایل په ۱۶مه لوبه کې ممبۍ انډینز د ډهلي کپیټلز لوبډلې ته له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه او لومړنۍ بریا یې ثبت کړه.

په دغه لوبه کې د ممبۍ انډینز لوبډلمشر روهیت شرما د لوبې پچه وګټله او لومړی د ډهلي کپیټلز لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه وکړه او بالاخره روهیت شرما په دغه پرېکړه کې سم ثابت شو.

ډهلي کپیتلز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې جوړې کړې، چې اکشر پټېل پکې په ۲۵ توپونو د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو پرمټ ۵۴ چټکې منډې جوړې کړې.

همدغه راز ډیویډ وارنر ۵۱ زیاتې منډې وکړې. د ممبۍ انډینز لوبډلې لپاره جیسن بیندروف او پی یوش چاولا ښه ثابت شول او درې درې ویکټې یې واخیستې. ورسره څنګ کې ریلي میریدیت دوه او هریتک شوکین یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنه کې د ممبۍ انمینز لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره یاد هدف په وروستي توپ په داسې حال کې ترلاسه کړ چې دوو منډو ته اړتیا وه او دوه منډې پرې وشوې او ډهلي کپیټلز ته یې په ماتې ورکولو لومړنۍ بریا خپله کړه.

د یادولو وړ ده، چې ډیلي کپیټالز په سږني آی پي ایل کې لا تر اوسه کومه بریا نه ده ترلاسه کړې.

په دغه لوبه کې روهیت شرما په ۶۵ منډو اوټ شو، ایشان کیشن ۳۱ منډې وکړې او تلک ورما هم په ۴۱ منډو جوړولو بریالی شو. بله خوا ډهلي کپیتلز لوبډلې ته مکیش کمار دوه او مستفیض الرحمن یوه ویکټ ترلاسه کړه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...