Home » سپورټ » افغانستان د تنکیو ځوانانو د کریکټ لوبډلې سریلانکا ته ماته ورکړه

افغانستان د تنکیو ځوانانو د کریکټ لوبډلې سریلانکا ته ماته ورکړه

د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو لوبډلې د دوه اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د سریلانکا نولس کلنو لوبډلې ته د ۵۰ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغانستان تر ۱۹ کلنو د کم عمر لرونکو لوبډلې د یادې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۴۵.۲ اورونو کې یې د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان په ګټه وفي الله تره خېل ۶۸، نعمان شاه ۶۴ او جمشېد خان ځدراڼ ۵۷ منډې ترسره کړې.

د سریلانکا له لوري ملشا تاروپاتي ۴ او ویهاس تیومیکا ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د افغانستان لخوا ټاکل شوي هدف پسې که څه هم سریلانکایي لوبډلې ښکلی پیل درلود خو د خلیل احمد د توپ اچونې پر وړاندې پاتې راغله او ۱۸۲ منډو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه.

د افغانستان له لوري خلیل احمد ۵، فریدون داودزي ۲ او کامران هوتک یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړی.

د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی خلیل احمد په ۸ اورونو کې د ۳۸ منډو بدل کې د ۵ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...