Home » افغانستان » د مطيع‌الله ويسا نيول کېدو ته نړيوال غبرګونونه مخ پر ډېرېدو دي

د مطيع‌الله ويسا نيول کېدو ته نړيوال غبرګونونه مخ پر ډېرېدو دي

د زدکړو د فعال مطیع‌الله ویسا د نیول کېدو نن دویمه ورځ ده، خو لا یې هم د ځای‌ځایګي په باب معلومات نه‌شته.

د هغه ورور عطا الله ویسا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو یې دوه نور نیول شوي وروڼه پرون خوشې کړي، خو خپله مطیع‌الله ویسا یې نه‌دی خوشې کړی.

د زدکړو فعال او د قلم لارې بنسټ مشر مطیع الله ویسا نیول کیدل، پراخ نړیوال غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي.

د ماشومانو د تعلیم د حق فعالې ملالې یوسفزۍ پرون په یوه ټویټ کې لیکلي: طالبانو که له یوې خوا نجونې ښوونځیو ته له تګ منع کړي، د تعلیم اتلان هم نیسي.

ملالې یوسفزۍ له طالبانو غوښتنه کړې چې باید مطیع‌الله ويسا او نور هغه کسان چې د ماشومانو د تعلیم په تړاو یې نیولي خوشې کړي.

مطیع‌الله ویسا له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په افغانستان کې د تعلیم د ودې لپاره کمپاین کوي.

د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد په دې اړه په ټویټر کې لیکلي: “دا چې د يو فرد نيول کېدلو دومره پراخ غبرګونونه راوپارول معلوميږي چې د همدومره پراخې دسيسې مخه نيول شوې.”

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسن پرون په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو له‌خوا د مطیع‌الله ویسا نیول کېدو سخت اندېښمن کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې ویلي، مطیع‌الله ویسا په سوله‌ییزه توګه په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کاوه.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ هم ویلي، د مطیع‌الله ویسا نیول کېدو اندېښمن کړی.

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي توماس وېست لیکلي، چې د ویسا پر نیول کېدو خوابدی شوی دی.

هغه زیاته کړې ویسا په نه ستړي کېدونکي ډول په ملي سطحه د هلکانو او نجونو د تعلیم د ملاتړ لپاره په موثر ډول کار کاوه.

نوموړي له طالبانو د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

مطیع‌الله ویسا داسې وخت نیول کېږي چې، پر نجونو او ښځو د فشارونو له کبله پر طالبانو په نړیواله سطحه انتقادونه روان دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...