Home » افغانستان » پاکستان: د افغانستان حکومت د رسميت پېژندنې په اړه خپلسری ګام نه پورته کوو

پاکستان: د افغانستان حکومت د رسميت پېژندنې په اړه خپلسری ګام نه پورته کوو

پاکستاني چارواکو يو وار بيا په خپلو بحثونو کې د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژنې موضوع مطرح کړې ده.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري پرون جمعه د (لړم په ۲۷مه) يوه خبري کنفرانس ته ويلي، چې پاکستان به د ط.البانو تحريک په مشرۍ د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژنې په برخه کې هېڅ خپلسری عمل ونه کړي.

نوموړي دا څرګندونې د يوه رسنيز کنفرانس په ترڅ کې د پاکستان اوسني اېتلافي حکومت د بهرنۍ پاليسۍ د شپږو مياشتو ته د کنتې په جريان کې وکړې.

پاکستان په وار وار له افغانستان سره د نړيوالو له لوري د تعامل بحث مطرح کړی خو تر اوسه يې د افغانستان سرپرست حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. دوې ورځې وړاندې د مسکو فارمټ په غونډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان هم له نړيوالو غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره رسمي تعامل وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...