Home » افغانستان » کانکور کې د نجونو برياليتوب د فرهنګي ستونزو ادعا بي اساسه وښوده

کانکور کې د نجونو برياليتوب د فرهنګي ستونزو ادعا بي اساسه وښوده

د ازموينو ملي ادارې پرون شنبه د (لړم په ۱۴مه) د روان ۱۴۰۱ لمريز کال د کانکور ازموينې پايلې اعلان کړې. د پايلو له مخې د سږني کانکور له لارې ۸۶ زر له ښوونځيو تازه فارغو شوو زده‌کوونکو دولتي پوهنتونو ته لار موندلې، چې له ډلې له ۳۳ ډېرې نجونې دي.

له پرون راهيسې چې د کانکور پايلې اعلان شوې، د نجونو پر زده‌کړو پر لګول شوو بنديزونو او دوی له بې انګېزې کېدو سربېره هم په کانکور کې د لسګونه زره نجونو برياليتو د خلکو له خوښۍ او هرکلي سره مخ شوي.

هغه پلرونه چې لوڼو او هغه وروڼه چې خوېندو يې د کانکور له لارې دولتي پوهنتونو ته لار موندلې، خپلې خوښۍ د خواله رسنيو له لارې له خلکو سره هم شريکې کړي دي.

عزت افغان د خپلې لور ازانګې انځور په فېسبوک کې خپور کړی او ورسره ليکلي يې دي، چې وياړلې لور يې د ننګرهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي ته بريالۍ شوې ده.

ملک عاصم هم د پکتيا پوهنتون طب پوهنځي ته د خپلې لور ډيوې د برياليتوب له امله د خواله رسنيو په خپلو ادرسونو کې خوښي څرګنده کړې او په يادو رسنيو کې ورسره ملګرو اکثره کسانو مبارکي ورکړې ده.

د عزت افغان او ملک عاصم په څېر زرګونه پلرونو او وروڼو پوهنتونو ته د خپلو لوڼو او خوېندو په برياليتوب د خوښۍ مراسم نيولي او خپلو کورنيو سره يې په ګډه نمانځلي دي.

د خواله رسنيو کاروونکي په کانکور کې د نجونو په پراخه کچه برياليتوب ته په اشارې سره وايي، چې د نجونو دا برياليتوب هغو کسان ته له زده‌کړو سره د افغانانو د مينې ښکاره ثبوت دی، چې د دوی پر زده‌کړو اوسني لګولي بنديزونه د فرهنګي مسايلو له امله بولي.

دوی ښکاره د پاکستان د مخکيني لومړي وزير عمران خان او د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې مخکيني وزير نورالله منير نومونه اخلي. دوی دواړو په افغانستان کې ښوونځيو ته د نجونو تګ له فرهنګي مسايلو سره غوټه کړی دی.

خو عبدالله سهاک بيا په خپل ټوېټر کې ګېله کړې او ليکلي يې دي، که په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو زد‌ه‌کوونکو پرمخ ښوونځي تړل شوي نه وی، نو په سږني کانکور به يې د خپلې لور د برياليتوب جنش نمانځلی وی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...