Home » افغانستان » پاکستان مشهور ديني عالم د ښوونځيو په اړه د عباس ستانکزي نظر تائيد کړ

پاکستان مشهور ديني عالم د ښوونځيو په اړه د عباس ستانکزي نظر تائيد کړ

د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل يا د اسلامي ايډيالوژۍ شورا مشر قبله ايازي د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين هغه څرګندونې تائيد کړي، چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو د بېرته پرانيستو په اړه يې کړي دي.

نوموړي پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) کراچۍ کې ويلي، چې د نجونو د تعليم په تړاو د شېر محمد عباس ستانکزي څرګندونې د تائيد وړ دي.

ايازي زياته کړې، چې ګټور تعليم فرض دی او په خبره يې د علماوو په استناد، ګټور تعليم د خدای ج پر وړاندې د عبادت مرتبه لري.

شېر محمد عباس ستانکزي د تېرې سې‌شنبې په ورځ يو وار بيا وويل، چې زده‌کړې پر نر او ښځه فرض دي او زياته يې کړه چې د خدای ج له حکم سره سم بايد ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي.

خو د نوموړي خبرو په مقابل کې د امربا المعروف او نهي عن‌المنکر سرپرست وزير خالد حنفي بيا عصري زد‌ه‌کړې مباح وبللې او پر وړاندې يې د امير حکم واجب ياد کړ.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...