Home » افغانستان » فتانه نجيب: ډاکټر نجيب‌الله د نجونو او هلکانو زده‌کړو لپاره ډېرې هڅې وکړي

فتانه نجيب: ډاکټر نجيب‌الله د نجونو او هلکانو زده‌کړو لپاره ډېرې هڅې وکړي

نن سې‌شنبه د تلې ۵مه د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب‌الله د وژل کېدو له ۲۶م تلين سره برابره ده.

ډاکټر نجيب‌الله ټيک ۲۶ کاله وړاندې په همدې نېټه کابل ته په لومړي ځل د طالبانو اسلامي تحريک د ځواکونو له دننه کېدو سره ووژل شو.

د ډاکټر نجيب‌الله د تلين په مناسبت د هغه ميرمن فتانه نجيب ويلي، چې نوموړي د خپلې واکمنۍ پرمهال د نجونو او هلکانو د زده‌کړو لپاره ډېرې هڅې وکړې.

فتانه نجيب زياته کړې، دامهال چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسيدلي، لکونه ځوانان له زده‌کړو بې برخې کړای شوي دي. نوموړې د نيوکې په توګه ياده کړې، چې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت د افغاني ټولنې نيمايي برخه يعنې ښځې له زده‌کړو، کار او پرمختګ څخه محرومې کړي دي.

فتانه نجيب له دې کبله، چې ډاکټر نجيب‌الله د نجونو او هلکانو د زده‌کړو په برخه کې زياتې هڅې کړې، د ډاکټر نجيب‌الله په نوم د ځمکې يوه ټوټه ښوونځي ته وقف کوي.

فتانه نجيب وايي، دا ځمکه د ډاکټر نجيب‌الله د پلار له لوري د نوموړي په نوم شوې وه او په خبره يې امانتکاره سپين ږيرو ته به يې د قومي جرګې له لارې د يوه ښوونځي د جوړولو لپاره سپاري.

د ډاکټر نجيب‌الله د وژل کيدو تلين داسې مهال دی، چې نوموړی لا هم په افغانستان کې دننه پلويان او مخالفان لري او اوس هم د يوه اغېزناک شخصيت په توګه يادېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...