Home » افغانستان » د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د افغانستان وضعيت په اړه ناسته کوي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د افغانستان وضعيت په اړه ناسته کوي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (تلې په ۴مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړو هېوادونو استازي په افغانستان کې د روان سياسي، اقتصادي او بشري وضعيت په اړه بحث وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما په دې اړه ويلي، چې د يادې ناستې په يوه برخه کې به د يوناما سرپرست مارکوس پوتزل هم د افغانستان اوسني وضعيت په اړه مالوماتي راپور وړاندې کړي.

د يوناما په خبره، د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دا ناسته به د کابل په وخت نن مازدېګر د شپږنيمې بجې پيل شي.

بل خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق ويلي، چې سږ کال به د نوموړي سازمان په ۷۷مه عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان له ادرسه هېڅوک وينا ونه وکړي.

هغه زياته کړې، چې د موافقې له مخې د افغانستان ترڅنګ د ميانمار استازی هم تېر او سږکال د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې له وينا کولو برخې شوی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...