ملګرو ملتونو په پنجشېر ولايت کې د هغو ادعاوو په اړه خواشيني ښودلې، چې دغلته د طالبانو له لوري د اسيرو مخالفو وسلهوالو د وژلو په اړه شوې ده.
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بينېټ پرون ناوخته په دې اړ خپل ټوېټر کې ليکلي، په پنجشېر کې دې په بېدرېغه توګه په غير قانوني وژلو کې له ښکېلو کسانو سره حساب وشي.
نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې روان بشري وضعيت له نږدې څاري او غوښتنه يې کړې، چې په پنجشېر کې د وژنو وروستۍ قضيې دې وڅېړل شي.
بينېټ له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا ته په خپل راپور کې ويلي و، چې طالبانو په پنجشېر کې د خپلو مخالف وسلوالو ګڼ شمېر غړي وژلي او نيولي دي.
له دې سره په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموريت يا يوناما هم بېګاه شپه په پنجشېر کې د وروستيو وژنو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
يوناما په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دواړه لوري دې د بنديانو حقونو او نړيوالو اصولو ته ژمن پاتې شي.
پرون د افغانستان سرپرست حکومت وياند ذبيحالله مجاهد هم تائيد کړه، چې په پنجشېر کې د چاڼيزو عملياتو پرمهال د مقاومت جبهې ۴۰ وسلهوال وژل شوي او ۱۰۱ تنه نور يې ژوندي نيول شوي دي.