Home » افغانستان » افغان لوبډلې په يوه بې‌سارې لوبه کې له پاکستان لوبډلې ماتې وخوړه

افغان لوبډلې په يوه بې‌سارې لوبه کې له پاکستان لوبډلې ماتې وخوړه

د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پرون چهارشنبه ماښام د (وږي په ۱۶مه) د اسيا جام روانو سيالو په دويم پړاو کې سره مخامخ شوې.

د لوبې پچه پاکستان وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه. افغان لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۳۰ منډ هدف کېښود.

خو د پاکستان لوبډله د لوبې په دويمه پاڼۍ کې له خورا سخت فشار سره مخ شوه او د همدې فشار له امله د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه خورا حساسې او په زړه پورې مرحلې ته دننه شوه.

افغان اتلان وتوانيدل چې د توپ اچونې پرمهال د پاکستان ۹ لوبغاړي په خورا مهارت سره وسوځوي؛ خو د پاکستان لوبډلې لسم لوبغاړي نسيم شاه چې د يادې لوبډلې توپ اچوونکی دی، په وروستي اوور کې د فضل الحق فاروقي پر توپ ۲ شپږيزې ووهلې او لوبه يې وګټله.

په دې لوبه کې د افغان اتلانو ښه ځلېدو له امله، د کرکټ مينه‌والو افغان لوبډله ستايلې او د نړيوال جام په راتلونکو سياليو کې يې ورته د برياوو هيله کړې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه نه يوازې دا چې په لوبغالي کې دننه د ننداره کوونکو لپاره حساسه او په زړه پورې وه، بلکې د هغو لپاره هم خورا په زړه پورې وه چې له لوبغالې دباندې يې په افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ کې د ټلوېزيونونو له لارې څارله.

د کرکټ دغه مينه‌وال په ياده لوبه کې له افغان توپ اچوونکي فريد احمد ملک سره د پاکستان د توپ وهونکي اصف علي چلند د لوبې د اصولو خلاف بولي.

اصف علي د فريد احمد ملک له لوري له سوځېدو وروسته، له نوموړي سره لفظي شخړه وکړه، فريد احمد يې پورې وهه او بېټ يې پرې پورته کړ.

د کرکټ مينه‌وال دا چلند د لوبې او ورش د اصولو خلاف کار ګڼي او د کرکټ له نړيوال شورا يې غوښتي، چې اصف علي ته رسمي سزا ورکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه د دواړو هېوادونو سياسونو لپاره هم په زړه پورې وه. پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان اتلانو له لوري د ښې لوبې له کبله افغان لوبډله ستايلې.

نوموړي په خپل ټوېټر کې ليکلي، د افغان اتلانو ماهرانه لوبه چې یقینا د ټولو افغانانو زړونه یې لاس ته راوړي له بریا کمه نه ده او په راتلونکو لوبو کې يې ورته د لا زیاتو بریاوو هيله کړې.

ډاکټر عبدالله عبدالله هم د افغان لوبډلې لوبه ستايلي او ويلي يې دي، چې افغان لوبډلې په دې لوبې سره خپله پياوړې وړتيا نندارې ته وړاندې کړه.

له دې سره د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د خپلې لوبډلې له توپ اچوونکي نسيم شاه د لوبې غوره پایته رسولو له امله مننه کړې. نسيم شاه په وروستي اوور کې ۲ شپږيزې ووهلې او په دې توګه يې لوبه هم وګټله.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...