Home » افغانستان » مجاهد: د افغانستان پر هوايي حريم د امريکا تېری لا روان دی

مجاهد: د افغانستان پر هوايي حريم د امريکا تېری لا روان دی

ټاکل شوې نن چهارشنبه د (وږي په ۹مه) د بګرام په نظامي هوايي ميدان کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له افغانستان څخه د امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د وتلو کليزه ونمانځل شي.

د دې مراسمو له پيلېدو لږ وړاندې، د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې وويل، که څه هم پر افغانستان د امريکا ځمکنی تېری پای ته رسيدلی او ځواکونه يې وتلي، خو د افغانستان پر هوايي حريم يې تېری لا هم دوام لري.

نوموړی د افغانستان په هوا کې د امريکا بي‌پيلوټه الوتکو ګرځېدل تېری بولي او وايي، حکومت هڅه کوي چې د خبرو اترو له لارې د امريکا د دې تېري مخه ونيسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د سرپرست حکومت رسميت پېژندنې مسئلې ته هم اشاره درلوده او ويې ويل، چې دامهال حکومت له ډېرو هېوادونو سره رسمي تعامل لري او دغه تعامل د رسميت پېژندنې په مانا دی.

دا چې ولې حکومت له افغانستان څخه د امريکا او بهرنيو ځواکونو د وتلو کليزې د نمانځې مراسم په بګرام کې نيولي؟ مجاهد يې لامل په دې اډې کې د دوی پراخ حضور، په تېر کې له دې اډې د هوايي بريدونو او نورو ځانګړو عملياتو ترسره کيدل بولي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...