Home » افغانستان » ايران دغلته مېشت ټول‌ټال ۴ ميليونه افغانان د کډوالو په توګه ثبت کړي

ايران دغلته مېشت ټول‌ټال ۴ ميليونه افغانان د کډوالو په توګه ثبت کړي

د ايران د دولت وزير احمد وحيدي وايي، چې په افغانستان کې له سياسي بدلونو په وړاندې او وروسته موده کې يې ميليونونه هغه افغان کډوال راجسټر کړي، چې دې هېواد ته ورغلي او مېشت دي.

نوموړي په تاشکند کې د شانګهای همکاريو سازمان غونډې ته د خبرو پرمهال ويلي، چې په ياده موده کې ټول‌ټال ۴ ميليونه افغانان د کډوالو په توګه ثبت شوي او دامهال په ايران کې ژوند کوي.

هغه دا هم ويلي، چې ايران چمتوو دی چې د افغانستان په اړه خپلې تجربې د سيمې له نورو هېوادونو سره شريکې کړي، څو په خبره يې له يادو تجربو په ګټنې سره په سيمه کې د ترهګرۍ او افراطيت مخنيوی وشی.

وحيدي ويلي، هېواد يې د دې لپاره هم چمتوو دی، چې په سيمه کې له ترهګرۍ، افراطيت، سازمان شوو جرمنو او نشه‌يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

د شانګهای سازمان په دې وروستۍ غونډه کې له ترهګرۍ، سازمان شوو جرمونو، افراطيت او نشه‌يي توکو سره پر مبارزې او د يادې مبارزې پر مؤثريت خبرې شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...