د زابل ځايي چارواکي وايي، چې نن يکشنبه سهار مهال د (زمري په ۹مه) د کابل-کندهار پر لويه لار د رامنځته شوې ترافيکي پيښې په ترڅ کې ۴تنو ژوند بايللی دی.
باختر خبري اژانس په دې اړه خپاره کړې راپور کې ويلي، چې دا پېښه د سراچه ډول موټر او ټيلر ترمنځ د ټکر له امله د زابل په نورک سيمه کې رامنځته شوې ده.
د باختر اژانس د راپور دوام کې ويل شوي، چې د يادې ټرافيکي پيښې له امله په مړو شوو کسانو کې يوه ميرمن هم شامله ده.
بل خوا پرون شنبه له بلخ څخه هم داسې خبرونه ورکړل شوي وو، چې د دې ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د ورته ټرافيکي پيښې له امله ۱۶ تنه مړه او ټپيان شوي.
په دې وروستيو کې ټرافيکي پېښې زياتې شوي، چې لامل يې د سړکونو خرابوالی او د موټروانانو بي احتياطي ښودل کېږي.