Home » افغانستان » امريکايي سناتورانو پر طالب چاروکو د سفر بنديز غوښتنه کړې

امريکايي سناتورانو پر طالب چاروکو د سفر بنديز غوښتنه کړې

يو شمېر امريکايي سناتورانو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش ته په لېږلي ليک کې ليکلي، چې پر مهمو ط.الب چارواکو دې د سفر بنديزونه وضعه شي.

د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کميټې ويلي، دغه ليک د جيم ريج په شمول چې د يادې کميټې رئيس دی د باب مينينډز، جين شاهين او جان ايرنست له لوري انتونيو ګوټريش ته لېږل شوی دی.

له ګوټريش غوښتل شوي، چې پر مهمو طالب چارواکو د سفر بنديزونو په وضعه کولو سره، دا ډله په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه ځواب ويلو ته قانع کړي.

په ليک کې ټينګار شوی، چې ملګري ملتونه دې له خپل نفوذ څخه په ګټې سره د افغانستان پر اوسني سرپرست حکومت فشار راوړي چې د نجونو او ښځو حقونه خوندي کړي.

دې سناتورانو ويلي، چې دامهال په افغانستان کې ښځې او نجونو په ازاده توګه تګ راتګ نه شي کولی؛ خو برعکس طالب چارواکي بيا د سفر له معافيت ناسمه ګټه پورته کوي او له چين او روسيې سره د اړيکو جوړولو په موخه دې هېوادونو ته ځي.

امريکايي سناتورانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا يوناما ته په خطاب کې زياته کړې، چې د ښځو او نجونو حقونو ته لومړيتوب ورکړي او د ښځو پياوړتيا لپاره له کار لاس وانخلي.

دوی دا غوښتنه هم کړې، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکي بايد طالبانو ته ورنه کړل شي.

د بشري حقونو د نقض په تړاو د امريکايي سناتورانو دا څرګندونې داسې مهال دي، چې له ۳۴۰ ورځو راهيسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او طالب چارواکو يې د تړل کېدو او يا هم د بېرته پرانيستو په تړاو عامو خلکو ته قانع کوونکی ځواب نه دی ويلی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...