Home » افغانستان » د پاکستان پوځي چارواکو د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه غونډه کړې

د پاکستان پوځي چارواکو د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه غونډه کړې

د پاکستان د پوځ عامه اړيکو څانګې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د دې هېواد د ګډو ځواکونو کميټې د افغانستان او دغه راز د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د امنيتي وضعيت ارزولو په تړاو غونډه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د پوځ لوی درستز قمر جاوېد باجوه، د ګډو ځواکونو د کميټې مشر نديم رضا، د هوايي او سمندري ځواکونو قومندانانو برخه لرله.

د غونډې پرمهال د پاکستان پوځي چارواکو د افغانستان پر امنيتي وضعيت غږېدلی او دغلته يې د امنيت ښه‌والی د پاکستان او نورو هېوادونو په ګټه بللی دی.

د دې ترڅنګ د پاکستان پوځي چارواکو د ډيورنډ کرښې پورې غاړې ته د امنيتي وضعيت پر خرابوالي اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د وضعيت کابو کولو لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.

دوی زياته کړې، چې دا مهال ډيورنډ کرښې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې امنيتي وضعيت د تېر په پرتله ډېر خراب شوی او په خبره يې پوځ چمتو دی چې د وضعيت ښه کولو لپاره له ممکنه لارو چارو ګټه پورته کړي.

په داسې حال کې چې تحريک طالبان پاکستان د پاکستان له حکومت سره تر نامالومې مودې اوربند اعلان کړی، خو پر دې سربېره هم په دې وروستيو کې په بلوچستان، پښتونخوا او قبايلي سيمو کې پر پاکستاني پوځيانو خونړي بريدونه شوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...