Home » افغانستان » افغانستان له زيمبابوې د کرکټ دوه سريزونه وګټل

افغانستان له زيمبابوې د کرکټ دوه سريزونه وګټل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون سې‌شنبه د (غبرګولي په ۲۴مه) د زيمبابوې لوبډلې ته د شل اووريزو سياليو د لوب‌لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم د ۳۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.

له دې سره افغان لوبډلې د زيمبابوې له لوبډلې څخه د يو ورځنيو لوب‌لړۍ ترڅنګ د شل اوورونو لوب‌لړۍ هم وګټله. د پرونۍ لوبې پرمهال د افغان لوبډلې په تشکيل کې بدلون راوړل شوی و او د لومړي ځل لپاره تر ټولو لوبغاړو کشر نور احمد لکڼوال هم د لوبې لپاره اخيستل شوی و، چې د مقابل لوري ۴ لوبغاړو په سوځولو سره يې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د کرکټ بورډ مسوولان دې غبرګو برياوو ته په پام سره وايي، چې دا لاسته راوړنې په ۲۰۲۳ زېږديز کال کې نړيوال جام ته د لار موندنې په برخه کې خورا مهمې دي.

دوی زياته کړې چې ياد نړيوال جام ته د لارموندنې ترڅنګ د زيمبابوې لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبډلې دوې برياوې کولی شي، چې افغان لوبډله له خورا پياوړې روحيې سره راتلونکو نورو لوبو ته وړاندې شي.

دامهال نړيوال جام ته د غوراوي سپرليګ سياليو په نوم‌لړ کې افغان لوبډله دويم مقام لري او له خورا پياوړو لوبډلو وړاندې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...