د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ ويلي، چې پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۹مه) يې په ترکيې کې له افغان خبريالانو، بانکوالانو، پخوانيو واليانو، وزيرانو، د ولسي او مشرانو جرګې له غړو، مدني فعالانو، د بشري حقونو له فعالانو او له حقوق پوهانو سره ليدلي دي.
نوموړي په دې اړه يو لړ ټوېټوټو کې ويلي، چې د يادې ليدنې موخه د افغانستان مسايلو په تړاو د نوموړي هېواد د بېلابېلو اړخونو د نظرونو اورېدل و.
بل خوا د ملي مقاومت شورا په نوم د طالبانو مخالفه سياسي جبهه چې نوې په ترکيې تشکيل شوې، رسنيو ته ويلي چې ټام ويسټ پرون په استانبول کې د يادې شورا له غړو سره هم ليدلي دي.
د دې شورا سرچينو رسنيو ته زياته کړې، چې ټام ويسټ په ياده ليدنه کې د طالبانو له لوري د لويې جرګې په رابللو بحث کړی دی. دې سرچينو ويلي، چې د يادې شورا يو شمېر غړو د طالبانو له لوري په دايېرېدونکې لويه جرګه کې ګډون رد کړ؛ خو يو شمېر نورو چې تعداد يې محدود دی، په ياده لويه جرګه کې د ګډون لپاره لېوالتيا وښوده.