د امریکا دفاع وزارت وایي د نومبر تر پایه به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځه زره هم راښکته کړو.
د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر په تازه مرکه کې ویلي، دوی له افغانستان د سرتېرو کمولو ته ادامه ورکوي.
دده په خبره پرېکړه داسې ده چې د نومبر میاشتې تر پایه به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر تر پنځو زرو هم کم وي.
دده په وینا ددې ترڅنګ به د امریکا کانګریس پر دې طرحو او پلانونو هم کار کوي چې له افغانستان امریکا ته احتمالي ترهګریز ګواښونه څنګه دفع کړي.
د پنټاګون تر مشر وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې د نومبر تر پایه به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ۴۵۰۰ کسانو راښکته کړي.
امریکايي سیاسیون بیا دا یوه سیاسي او کمپایني پرېکړه بولي چې له مخې یې ټرمپ غواړي ځان په ټاکنو کې بریا ته ورسوي.