هر انسان هره ورځ او هر وخت له بېلابېلو ستونزو سره مخ کیږي، چې دا ستونزې انسان ته ذهني فشار، تشویش او خپګان پیدا کوي.
که چیرته د یو انسان ذهن پیاوړی وي، نو له دې ستونزو سره ډیره ښه مقابله کولی شي، او ځان له ذهني فشار، تشویش او خپګان څخه ساتلی شي.
په دې لنډه لیکنه کې د ذهن د پیاوړتیا لپاره (۳) ګټورې طریقې ذکر شوي دي.
۱. ورزش د فشار، اندیښنې، تشویش او ژور خپګان د له منځه وړو لپاره داسې دی لکه د زهرو ضد درمل، یعنې دا ټولې ستونزې درنه له منځه وړي.
او که غواړې چې لا ډیره ذهني روغتیا ترلاسه کړې، نو هڅه وکړئ چې هر سهار یا مازدیګر لږ تر لږه د ۳۰ دقېقو لپاره قراره قراره منډه ووهئ.
۲. کله چې لږ هم تر فشار لاندې راغلئ، نو دې وخت کې غوره ده چې دمه (وقفه) وکړئ. ځینې وخت کې تر ټولو ډیره ښه دمه دا وي چې د تنفس ایستلو تمرین وکړئ مطلب تازه هوا کش کړئ، هغه داسې چې سترګې پټې کړئ او لس ځلې ژوره ساه واخلئ.
۳. ډیرو څیړنو ښودلې چې له خوبه محرومیت د انسان پر وجود او وضعه باندې د پام وړ منفي اغیز لري. هڅه وکړئ چې په منظمه توګه ویده او ويښ شئ.
له خوب نه یو ساعت وړاندې مو خپل د موبایل/کمپيوټر سکرین بند کړئ، همدا راز د خوب ځای یوازې خوب او ارام لپاره ځانګړی کړئ او په کې یوازې ژور او ارام خوب وکړئ.