د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت د اندېښنې وړ بللی او زياته کړې يې ده چې د دغه وضعيت د کابو کولو په موخه د هېوادونو مرستې او همکارۍ ته اړتيا ده.
شريف دغه څرګندونې پرون دوشنبه د شپې د (غويي په ۵مه) په اسلاماباد کې د روژه ماتې پرمهال، د اسلامي هېوادونو له سفيرانو سره په لېدنه کې کړې دي. نوموړي ويلي، په افغانستان کې روان بشري ناورين د پاکستان او ايران لپاره هم ستونزې زېږولی شي.
شريف زياته کړې چې د دې وضعيت نه يوازې دا چې په مستقيمه توګه پاکستان او ايران ته متوجه دی، بلکې په غېر مستقيمه توګه د نړۍ پر نورو هېواونو هم اغېز کولی شي.
نوموړي په همدې حال کې له نړيوالو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري ناورين د کابو کولو په موخه، له افغانانو سره د ژوند ژغورنې کافي مرستې وکړي.