Home » افغانستان » ايران په نيمروز کې له افغانستان سره پر پوله امنيتي تدابېر زيات کړي

ايران په نيمروز کې له افغانستان سره پر پوله امنيتي تدابېر زيات کړي

ځينو ايراني رسنيو خبر ورکړی چې د هرات په اسلام کلا کې د ايران او افغانستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ له لانجې وروسته، د دواړو هېوادونو ځواکونه اوس په نيمروز کې يو بل ته ګوته په ماشه دي.

ايرنا خبري اژانس ويلي، چې د يادې لانجې په ترڅ کې ايراني پوځيان او د دوی زريدار ټانکونه د افغانستان له نيمروز ولايت سره د پولې هغې نقطې ته رسيدلي چې د لانجې له امله وضعيت په کې نازک دی.

په خواله رسنيو کې هم داسې انځورونه او وېډيوګانې لاس په لاس کېږي، چې په نيمروز کې د افغانستان او ايران ترمنځ پر پوله يو غير عادي حالت په ډاګه کوي.

په دې وېډيوګانو ادعا شوې چې د ايران د دوغارون ګمرک ښاروالۍ، د دې ګمرک پارکينګ په بشپړه توګه تخليه کړی او د دې کار موخه د يوې احتمالي جګړې پېښېدل ښودل شوي دي.

تر اوسه د افغانستان او ايران چارواکو په دې اړه رسنيو ته رسما څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...