Home » افغانستان » ايران: د افغانستان حکومت امنيت نشي خوندي کولی؛ خپله له داعش سره مبارزه کوو

ايران: د افغانستان حکومت امنيت نشي خوندي کولی؛ خپله له داعش سره مبارزه کوو

د ايران بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د افغانستان سرپرست حکومت د خلکو د امنيت په خونديتوب کې ناتوانه بللی او ويلي يې دي چې ايران به په خپله له داعش ډلې سره مبارزې ته وړاندې شي.

نوموړي دا څرګندونې نن دوشنبه د (غويي په ۵مه) په تهران کې خبريالانو ته کړي او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د ترهګرو له لوري د شعيه وګړو په نښه کول اندېښمنوونکي دي.

خطيب زاده زياته کړې، چې په افغانستان کې د ټولو اقشارو وضعيت د ايران لپاره خورا مهم دی او له همدې کبله دې د افغانستان سرپرست حکومت د خلکو امنيت خوندي کړي.

نوموړی که څه هم دا نه ده واضېح کړې چې ايران څه ډول له داعش سره مبارزې ته وړاندې کېږي؛ خو ويلي يې دي چې ايران له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کافي تجربه لري او د خطيب زاده په خبره چمتوو دي چې دغه تجربې له طالبانو سره شريکې کړي.

ايران داسې مهال پر شعيه وګړو د بريدونو په اړه اندېښنه ښيي، چې په وروستيو کې د کابل په شمول په بلخ او کندوز کې لويې خونړۍ چاودنې شوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...