Home » افغانستان » د بشر حقونو څار سازمان: د افغان نجونو پر مخ بايد ژر تر ژره ښوونځي پرانيستل شي

د بشر حقونو څار سازمان: د افغان نجونو پر مخ بايد ژر تر ژره ښوونځي پرانيستل شي

د بشر حقونو د څار نړيوال سازمان يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو پر ښوونځيو د بنديز دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ژر تر ژره يې له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه کړې.

د دې سازمان د ښځو برخې مسوولې هيدر بار ويلي، په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د ۴ زرو مدرسو د جوړولو طرفيت او امکانات لري؛ خو په خبره يې دا د پوښتنې وړ ده چې د نجونو ښوونځيو پر پرانيسو ولې نه سلا کېږي؟

نوموړې ټينګار کړی چې طالبان بايد د خپلې ژمنتيا د ثابتولو په موخه، هر څه ژر له شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم اجازه ورکړي څو ښوونځيو ته لاړې شي.

د ښوونيز کال له پيل څخه وړاندې طالبانو اعلان کړی و چې د هلکانو او نجونو ټول ښوونځي به پرانېزي؛ خو د ياد کال له پيل سره سم، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنه کړل شوه چې ښوونځيو ته دننه شي.

دا کار اوس هم د عام ولس له غبرګونونو او نيوکو سره مخ دی. ولس ټينګار کوي چې طالبان دې په يوه او بله پلمه د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي او ژر دې د نجونو ښوونځي پرانېزي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...