Home » سپورټ » مهندرا سینګ ډوهني IPL سیالیو ته چمتوالی پيل کړی

مهندرا سینګ ډوهني IPL سیالیو ته چمتوالی پيل کړی


د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي مهندرا سینګ ډوهني د هندوستان کورنیو تجارتي سیالیو «IPL» ته چمتوالی پيل کړی.

هغه د تېر ۲۰۱۹م نړیوال جام څخه راورسته د ملې لوبډلې څخه لرې شوی او تراوسه ورسره بیا ندی یو ځای شوی.

ډوهني د هند آی پي ایل سیالیو ته په مارچ میاشت کې هم تمرینونه پیل کړي وه، خو د یاد ټورنمنټ تر ځنډېدو وروسته هغه خپل تمرینونه پريښودل او کور کې کرنتین شو.

رویداد خبري آژانس

خو د آی پي ایل سیالیو د نوې نیټې د اعلانیدو سره سم هغه یو ځلې بیا په تمرینونو پیل کړی.

ډوهني به سږ کال یو ځلې بیا چینای سوپر کینګز لوبډله رهبري کړي.

د انډین ایکسپریس د راپور له مخې چینای سوپر کینګز لوبډله د هند په آی پي ایل سیالیو کې د ګډون لپاره د روانې میاشتې په وروستیو کې متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

رویداد خبري آژانس

د هندوستان دا کورنۍ تجارتي سیالۍ د سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پيلیږي او د نوومبر میاشتې  ۱۰مې نېټې پوري دوام کوي.

دا ددې لیګ ۱۳م پړاو دی، چې درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان ارمان او مجیب ځدران به هم پکې ولوبیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...